د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،حسن قشقاوی همدغه راز د دوو انګريز ډيپلوماټانو ويستلو او ددغه سفارت د يوشمير ځای كاركونكو نيولو ته په اشارې سره زياته كړه د سفارت د ځای اركونكو نيول يا ويستل د اړيكو د كمولو پهّ معنا نه ده
د ايران د خارجه وزارت ويندوی وويل په تهران كې د انګلستان د سفارت يو ډيپلوماټ هم نه دی نيول شوی او نيول شوی كسان ايرانيان دی چې د قانون خلاف ئې كارونه كړی دی او له هغو سره به د قانون په اساس لند وشی. هغه دغه راز ټينګار وكړ پهّ تهران كې د انګلستان د سفارت د ايرانيو كاركونكو نيول د ډيپلوماټيكو حقوقو د كنونشن خلاف ورزی نه ده.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی د ايران خارجه وزير ته د انګريز خارجه وزير دوه ورځنی مخكينی ليك او د ډيویډ ميلی بنډ او منوچهر متكی بیګانيو ټيليفونی خبرو ته په اشارې سره وويل د انګلستان خارجه وزير ټينګار كړی دی چې لندن د ايران پهّ كورنيو چارو كې د ګوتو وهنو نيت نه لری او د ايران خارجه وزير هم ورته په ځواب كې وئيلی دی كه واقعا په عمل كې دغه ډول وښودل شی، نو دا له لندن او نورو لويدیځوالو هيوادونو سره د تهران د اړيكو په تنظيمولو كې مثبت كار دی.
قشقاوی دغه راز زياته كړه پهّ سویډ كې د ايران د سفارت په خلاف د منافيقينو اقدام چې د پوليسو په شتون سره شوی د ډيپلوماټيك كنونشن خلاف ورزی ده او د سویډ حكومت بايد د ايران سفارت او ډيپلوماټانو ته اوښتی ټول تاوانونه جبران كړی.
قشقاوی پخپلو خبرو كې زياته كړه لويدیځ حكومتونه هرڅومره د ايران پّ داخلی چارو كې ګوتې وهی ، د نو د خپلو په ضد به د لازياتو منفی اغيزو كتونكی وی د ايران د خارجه وزارت ويندوی په نيويارك كې د ملګرو ملتو په مالی غونډې كې د ګډون لپاره د ايران لوړ پوړی پلاوی ته د ويزو د نه وركولو په باب وويل پّه دې زمينې كې امريكائی لوری وئيلی دی چې ضروری څیړنې روانې دی اوددغه اقوام لپاره سياسی موخې تر اووسه پورې نه دی معلومې شوی
431370