IQNA

8:48 - July 11, 2009
د خبر لمبر: 1800094

قشقاوی:له يوه هيواد سره هم د ډيپلوماټيكو اړيكو كمول د ايران په ايجنډا كې نشته

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی حسن قشقاوی په خبری كنفرانس كې ووئيل د كوم سفارت بندول او يا له كوم هيواد سره د ډيپلوماټيكو اړيكو ختمول زمونږ پّه ايجنډا كې نشته

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،حسن قشقاوی همدغه راز د دوو انګريز ډيپلوماټانو ويستلو او ددغه سفارت د يوشمير ځای كاركونكو نيولو ته په اشارې سره زياته كړه د سفارت د ځای اركونكو نيول يا ويستل د اړيكو د كمولو پهّ معنا نه ده
د ايران د خارجه وزارت ويندوی وويل په تهران كې د انګلستان د سفارت يو ډيپلوماټ هم نه دی نيول شوی او نيول شوی كسان ايرانيان دی چې د قانون خلاف ئې كارونه كړی دی او له هغو سره به د قانون په اساس لند وشی. هغه دغه راز ټينګار وكړ پهّ تهران كې د انګلستان د سفارت د ايرانيو كاركونكو نيول د ډيپلوماټيكو حقوقو د كنونشن خلاف ورزی نه ده.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی د ايران خارجه وزير ته د انګريز خارجه وزير دوه ورځنی مخكينی ليك او د ډيویډ ميلی بنډ او منوچهر متكی بیګانيو ټيليفونی خبرو ته په اشارې سره وويل د انګلستان خارجه وزير ټينګار كړی دی چې لندن د ايران پهّ كورنيو چارو كې د ګوتو وهنو نيت نه لری او د ايران خارجه وزير هم ورته په ځواب كې وئيلی دی كه واقعا په عمل كې دغه ډول وښودل شی، نو دا له لندن او نورو لويدیځوالو هيوادونو سره د تهران د اړيكو په تنظيمولو كې مثبت كار دی.
قشقاوی دغه راز زياته كړه پهّ سویډ كې د ايران د سفارت په خلاف د منافيقينو اقدام چې د پوليسو په شتون سره شوی د ډيپلوماټيك كنونشن خلاف ورزی ده او د سویډ حكومت بايد د ايران سفارت او ډيپلوماټانو ته اوښتی ټول تاوانونه جبران كړی.
قشقاوی پخپلو خبرو كې زياته كړه لويدیځ حكومتونه هرڅومره د ايران پّ داخلی چارو كې ګوتې وهی ، د نو د خپلو په ضد به د لازياتو منفی اغيزو كتونكی وی د ايران د خارجه وزارت ويندوی په نيويارك كې د ملګرو ملتو په مالی غونډې كې د ګډون لپاره د ايران لوړ پوړی پلاوی ته د ويزو د نه وركولو په باب وويل پّه دې زمينې كې امريكائی لوری وئيلی دی چې ضروری څیړنې روانې دی اوددغه اقوام لپاره سياسی موخې تر اووسه پورې نه دی معلومې شوی
431370
captcha