IQNA

ايت الله رفسنجانی: اوس ټولنه له هر وخته زيات يووالی ته اړتيا لری

8:07 - July 18, 2009
د خبر لمبر: 1803057
سياسی ډله: د تهران دجمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ،اسلامی جمهوريت په ايران كې تشريفاتی لفظ نه دی بلكه داسې حقيقت دی ،كه هره برخه یې تاوانی شی ،نو انقلاب تاوانی شوی دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... اكبر هاشمی رفسنجانی د جمعې لمانځه په خطبو كې، د دې خبرې په كولو سره چې په اسلامی نظام كې د خلكو رايه ملاك دی وويل، اسلامی ايران يو تشريفاتی لفظ نه دی بلكه هم جمهوری دی او هم اسلامی، او داسې حقيقت دی چې د قرآن، پيغمبر، او نورو امامانو په شمول زمونږ له عقيدو دی او دواړه بايد وی او كه جمهوريت او د خلكو رايه نه وی ، اسلامی جمهوريت د تحقق وړ نه دی او كه اسلاميت نه وی ، ګمراهۍ ته به ورشو.
هغه په ولسمشرۍ انتخاباتو كې د ايران د خلكو ۴۰ ميليونی ګډون، ته په ا شارې سره وويل، دغه وياړ بايد د خلكو وبلو چې به انتخاباتو كې یې پراخ ګډون درلود.
هغه د خلكو د حال په رعايتولو د حضرت امام خمينی ره ټينګار ته په ا شارې سره وويل، اوس ټولنه له هر وخته زيات يووالی ته اړتيا لری. او زياته یې كړه، بايد د خلكو داغی شوی اعتماد بيرته ستون شی او د نظام ، حكومت، پارلمان، امنيتی ځواكونو او اعتراض كوونكو خلكو په شمول ټول بايد د قانون په چوكاټ كې حركت وكړی.
هغه د دې خبرې په كولو سره چې دښمنان هڅه كوی ايران د اټومی تكنالوجۍ په شمول له پرمختللو تكنالوجيو محروم كړی وويل، بايد د انقلاب د ارزښتونو د ساتلو لپاره د دښمنانو د ګواښونو په مقابل كې چې اسلامی ايران ته د تمې په سترګه ګوری، مقاومت وكړو او هغوی مايوسه كړو.
هغه د انتخاباتو په اړه د بنديانو د آزادۍ په ضرورت په ټينګار سره وويل، بايد له تاوانی شويو سره هم خواخوږی وشی.
هغه د چين د امنيتی ځواكونو له لوری د لسګونو مسلمانانو وژلې ته په ا شارې سره، مسلمانانو ته چين د حكومت د پام غوښتنه وكړه.او وې ويل، چې په نړۍ كې له يو ملياردو ۶۰۰ ميليونه مسلمانانو سره مقابله، چې له ۶۰ هيوا دونو دی او د چين له مسلمانانو سره تړاو لری، د پكن په ګټه نه ده
هغه وويل، پر چين سربيره، په فلسطين، افغانستان، پاكستان او عراق او نورو اسلامی هيوادونو كې هم پر خلكو ظلم ونه شی.
435211
captcha