IQNA

د شام يو مفتې د دغه هيواد د فتوو مركز له اوقافو وزارت څخه د بيليدو غوښتنه وكړه

15:23 - August 01, 2009
د خبر لمبر: 1808277
د علم او هنر ډله: د شام مفتی ښاغلی مفتی احمد بدرالدين حسون د فتوو مركز دار الافتاء له اوقافو وزارت څخه له بيله كيدا غوښتنه وكړه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له شام پريس له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د شام مفتې ښاغلی مفتی احمد بدرالدين حسون په حمص ښار كې په يوه ناسته كې د خبرو اترو په وخت وويل چې د دار الافتاء په جلا كيدا سره به د دې مركز فعاليتونه او كارونه ډير منظم شی او د مسلمانانو مختلفې چارې به په ښه ډول حل كړې شی .
يادونه كوو چې د شام مفتی مفتی احمد بدرالدين حسون دعيسوی كال 1949 په حلب ښار كې دنيا ته راغی او هغه له قاهرې پوهنتونه د PHD ډګری واخسته هغه دوه ځله د شام د قومی شورا غړی هم پاتې شوې ده.
439602
captcha