IQNA

حجۃ الاسلام علی بنائی : د امام مهدی عليه السلام ظهور زمونږ عملونو سره تړلی دی

9:27 - August 04, 2009
د خبر لمبر: 1809367
كلتوری او هنری ډله: د امام مهدی عليه السلام ظهور زمونږ عملونو سره تړلی دی چې څومره زمونږ عملونو كې رښتيا توب او اخلاص راځې نوهومره په هم د هغهه ظهور نږدې كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قم المقدس په حيدريان د لوبو اسټیډيم كې د امام مهدی عليه السلام د زوكړې جشن په مناسبت سره لس ورځنۍ مراسم شورو شوې دی. چې پكښې د اسلامی شورا كې د قم ښار استازې حجۃ الاسلام علی بنائی خپل خطاب كې وويل كه د امام مهدی عليه السلام د ظهور انتظار كوونكو ته پكار دی چې هغوی هر وخت د امام مهدی عليه السلام په ياد كې ووسی
هغه زياته كړه چې د امام مهدی د ظهور منتظرانو له پكار دی چې هغو ښه اسلامی اخلاق تر لاسه كړی او نورو ته هم د اسلامی اخلاقو ښودنه وكړی
په دې دستورو كې د جامعه مدرسين غړی ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين محمد جواد فاضل لنكرانی هم په خپله وينا كې وويل چې په سنت كارونو كې له ټولو اهم كار او سنت د خلكو خدمت كول دی. نو ټؤلو ذمه وارو خلكو له پكار دی چې هغوی د انسانيت او بشريت خدمت كول خپل عادت او مقصد جوړ كړی.
441740
captcha