IQNA

د قران مجيد په پښتو ژبه كې ترجمه خپریږی

9:26 - August 05, 2009
د خبر لمبر: 1809767
قرانی كارونو ډله: د قران د ترجمې نړيوال سنټر مشر دا خبر راكړ چې راتلونكی كال به انشاء الله په پښتو ژبه كې قران مجيد ترجمه خپریږی.
د قران پاك د ترجمې نړيوال سنټر مشر ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين محمد نقدی د قم المقدس څانګې د ايكنا سره خبرو اترو كې وويل چې په دې مركز كې دوه كاله مخكښې د قران مجيد د پښتو ترجمه شورو شوې وه چې تر اوسه پورې یې نږدې 15 پارو ژباړه پاې ته رسيدلې ده او هيله من يو چې انشاء الله راتلونكی يو كال كې به پاې ته ورسی.
هغه زياته كړه چې دې مركز لخوا تر اوسه پورې په انګريزی، فرانسوی، اسپانوی او چينی ژبو كې د قران پاك ترجمه خپره شوې ده .خو په نورو هيوادونو كې ژباړه شوې نږدې 108 ترجمې په دې مركز كې موجودې دی
يادونه كوو چې د پښتو د قران پاك دا ژباړه د محمد رحيم درانی په لاس تر سره كیږی.
442331
captcha