په مزار شريف كې د د شفا اسټیټيوټ قرانی مركز مشر ښاغلی "سيد فضل اللہ قدسی" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان د څانګې د خبريال سره په مركه كې وويل چې په تيرو پينځو كلونو په افغانستان كې د قرانی كارونو د پراختيا لامله د دې دې ښوونځې د جوړيدا سبب شو او زياته یې كړه چې اوس په افغانستان كې د قرانی كارونو او علمونو پراختيا لپاره حالات بالكل سم او برابر دی په همدې وجې مونږ غواړو چې د قرانی علمونو يوه سلسله شورو كړو
په همدې وجه مونږ په مزار شريف كې د علوم قران يوه ښوونځه جوړولو په فكر كې يو
هغه زياته كړه چې د لويدیځ د كلتوری يرغل د مقابله يوازنۍ لاره د قران پاك د علمونو پراختيا ده او په تيرو څو كلونو كې د قران په هكله ډير كار شوې دی او خلقو ورته ډير هركلې ويلې دی
467550