د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لیږلی شوی خبريال په ګزارش، د دې ليدنې په لومړيو كښې د قرانی ډلې مشر ((حسن خاكرند)) د دې سفر مقصد ته په پام سره وويل: په ايران كښې هم د قران په بيلا بيلو برخو كښې ډېر كارونه كیږی او دا ډله د دې لپاره راغلې ده چې د ايران هغه پروګرامونه دلته دوی ته وښايی.
د ری ښار د حديث د علم د پوهنځای مرستيال ښالی حجت الاسلام والمسلمين سيد حامد ملكوتی تبار دې هيواد ته په راتللو باندې خوشحالی څرګنده كړه او ویې ويل: قران كريم د ټولو مسلمانانو لپاره يو قانون دی او دا قانونو د ټولو وختونو او ټولو ځايونو لپاره دی.
همدرانګ په سوډان كښې د تجانيه د طريق مشر «موسی عبدالحسين » په دې ليدنه كښې هغوی ته په خير راغلی وويل او زياته یې كړه: مونږ په دې خبره خوشحاله يو چې د قران يو داسې ډله زمونږ هيواد ته راغلې ده. نو بايد چې په ټولو مذهبونو كښې د وحدت او يووالی خيال وساتو چې د د مسلمانانو د طاقت سبب كیږی.
476502