IQNA

په تركیې كښې قرانی ضيافت ترسره شو

7:35 - October 19, 2009
د خبر لمبر: 1838759
نړيواله ډله: دا قرانی ضيافت د تركیې د ځينې لويو قاريانو او حافظانو په ګډون سره پرون د شنبې په ورځ د تلی دمياشتې په 25 نیټه د انتاليا په يو ايالت «ماناوقات»(Manavgat) كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له risalehaber یې نقلوی، په دې پروګرام كښې چې د ماناوقات په جامع جومات كښې ترسره شو، «بنيامين توپچواوغلو»(Bünyamin Topçuoğlu) د په استانبول كښې د «ايستوچ»(İstoç) جماعت امام، «اكرم نالبانت»(Ekrem Nalbant) په استانبول كښې د سليمانيه جمات امام ، په استانبول كښې د ايوب جمات امام «ارهان مته»(Erhan Mete) او د فاتح جمات امام «عثمان شاهين» او په انكارا كښې د حاج بايرام د جمات امام «احمد كارالی»( Ahmet Karalı) په دې پروګرام كښې د قران تلاوت وكړ.

«خليل تاش»(Halil Taş) د ماناوقات مفتی په دې پروګرام كښې د قران، پيغمبر اسلام او د اسلام په هكله خبرې اترې وكړی.
480220
captcha