IQNA

"قرآن صاعد" د انګريزۍ ژبی لومړۍ د قران پاك تفسير

21:14 - November 18, 2009
د خبر لمبر: 1851211
نړيواله ډله: د واشنګټن ښار د جومات امام ښاغلی "محمد العاصی" په انګريزی ژبه كې لومړۍ د قران پاك تفسير ليكلې دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د واشنګټن ښار د جومات امام ښاغلی "محمد العاصی" ليكلې تفسير د انګريزی ژبی لومړۍ د قران تفسير دی د دې تفسير لومړی ټؤك نوم قران صاعد د اسمانی كلتور لخوا وړونكی د انسان لارښود دی.
دغه لومړۍ ټوك تير كال د كينیډا د اسلامی تفكر انسټیټوټ چاپ كړې و په دې ټوكد د حمد سورت او د بقره سورت 141 ايتونو پورې تفسير شوې د ی چې ټول مخونه یې 438 دی.
د العاصی له خولی هغه د دې تفسير په ليكلو كې ډير زيات محنت كړې دی او هڅه یې كړې ده چې د اوسنۍ نړې د مسلمانانو او مسايلو او ضرورتونو په مطابق د دې تفسير د ليكلو كوشش كړې دی.
د هر يو ايت په اوله كې د هغه ايت انګريزی ترجمه ليكلی شوې ده او پس له دې د ايت د نازليدو وخت (شان نزول) سره سم حديث او د سنت، اسلامی علوم او نورو قران تفسيرونو مرسته اخستی ده او د هريو ايت تفسير یې كړې دی.

493266
captcha