د ايران د قرانی خبری ا ژانس(ايكنا) په ګزارش چې د الرياض ورځپاڼې یې نقلوی، د «استضافة ضيوف خادم الحرمين الشريفين» د شرعی او علمی كمیټۍ غړو له 400 زياتې ارشادی او اطلاعاتی كبابچې په عربۍ او نورو ژبو د حجيانو تر مينځ وويشلې.
همدارنګ یې په منی او عرفات كښې د قران 200 نسخې د زوارانو د ګټې لپاره هديه كړې او په دې ځايونو كښې یې كیښودې چې هغوی ترې ګټه واخلی.
همدارنګ یې د حج په وخت كښې د حج په موضوع سره د سهار او ماښام له لمونځونو وروسته كلاسونه وښودل چې د قبرس، تركيه، كرواسی او صربستان حجيانو پكښې ګډون وكړ.
501012