د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حوزې او پوهنتون استاذ ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين سيد علی رضا سبزواری د روانې ميلادی مياشتی په لومړی نیټه د كږلارو فرقو د جاجولو په هكله تر سره شوې لومړې اسلامی دورې كې په خپل خطاب كې وويل چې د عقيدو صحيح بيانول او د توحيد د مسلی په هكله د وهابيانو شبهو د هميت له خاطره ټؤلنه بايد د وهابيانو له خطری خبرول ضروری دی.
حجۃ الاسلام والمسلمين سيد علی رضا سبزواری استعمار د وهابيانو حقيقی ملاتړ بللو سره وويل كه څۀ هم ځينې عربی هيوادونه د اسلامی هيوادونو تر عنوان لاندې د اسلام پر ضد د استعماری غورځنګونو د څرګنديدو وسيله دی خو بيا هم وهابيان دهغو هيوادونو د حمايت او ملاتړ په وجه شيعه و پر ضد په خپل فعاليت كې بوخت دی.
هغه زياته كړه چې نړيوال استكبار د مختلفو هيوادنو د نيولو لپاره پوځې عملياتو ته اړمن نه دی بلكی هغه په نورو هيودونو كلتوری يرغل په ذريعی هغه نيسی او په هغه سلطه پيدا كوی.
502908