د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له mavlid-konkurs یې نقلوی، دا مقابله په روسی او تاتاری ژبه ترسره كیږی. ګډون كوونكی دې بايد خپل شعرونه د هغه حضرت (ص) د وفات، ولادت، د هغه د ژوند د اخلاق او كړه وړه په هكله وليكی او د سلواغې د مياشتې له 22 نیټې د كب د مياشتې تر 10 نیټې دې ماسكو كښې د دې مقابلې د ترسره كوونكی مركز په پته راولیږی.
كوم شعرونه چې راولیږل شی هغه به د كب د مياشتې له 10 تر 20 نیټې په «www.mavlid-konkurs.ucoz.ru» سایټ كښې خپریږی او ليدونكې به د هغې په هكله خپل نظرونه راولیږی چې له دې وروسته بيا د ګټونكی فيصله كیږی.
519725