IQNA

د انګلينډ شيعه د عربستان د وهابی مفتی په هكله قاضيانو ته شكايت كوی

17:56 - January 08, 2010
د خبر لمبر: 1870124
نړيواله ډله: د انګلينډ شيعه دا ژمنه لری چې د وهابی مفتی «محمد العريفی» په هكله چې د آيت‌الله سيد علی سيستانی سپكاوې یې كړې و د انګلينډ قاضيانو ته شكايت وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له راصد خبری چينله یې نقلوی، په لندن كښې د اهلبيتو(ع) د نړيوال مركز مشر «محمد الموسوی» په دې هكله وويل: د انګلينډ شيعه دا ژمنه لری چې د وهابی مفتی «محمد العريفی» په هكله چې د آيت‌الله سيد علی سيستانی سپكاوې یې كړې و د انګلينډ قاضيانو ته شكايت وكړی.
هغه زياته كړه: په انګلينډ كښې د چې په 2006 كښې كوم قانون پاس شوی دی د هغې پر اساس، هر يو هغه دينی يا سياسی كس چې داسې خبرې وكړی چې ورسره د دوو دينونو تر مينځ اختلاف پيدا كیږی نو دا خبره جرم حسابیږی او حتی كه دا كس نه وی هم د هغه محاكمه كيدی شی نو د دې قانون پر اساس العريفی بايد محاكمه شی.
519677
captcha