IQNA

22:36 - January 10, 2010
د خبر لمبر: 1870146

كاظـم صديقی: د ايران ملت اسلام په بصّيرت سره ټاكلی دی

سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام كاظم صديقی وويل د ايران ملت د تيرې چارشنبې ورځې په حماسی لاريون سره وښودله چې اسلام ئې په بصيرت سره خوښ كړی دی .

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام كاظم صديقی وويل د ايران ملت د تيرې چارشنبې ورځې په حماسی لاريون سره وښودله چې اسلام ئې په بصيرت سره خوښ كړی دی .
حجت الاسلام كاظم صديقی د ولسمشرۍ له انتخاباتو ورسته ناكراريو ته په اشارې سره زياته كړه بلوه ګر پخپلو سپيرو اواسلامی انقلاب ضد اقداماتو سره د اساسی قانون او واكمنئ له حدودو تير شول او د حسينی عاشورا په بې احترامۍ سره ئې د نظام اسلامیّت په نښه كړ .
هغه په اسلام كې د ولايت فقيه د مقام په بيانولو سره ووئيل د ايران د اسلامی جمهوری نظام په ژوند كې ولايت فقيه د ايران د اقتدار بيلګه ده او د ايران میړنی ملت له ولايت پرته اسلام نه منی
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د خپلو خبرو په يوې بلې برخې كې د عراق دينی مرجع ايت ا... سيستانی ته د عربستان د رياض د يوه جومات د امام بې احترامۍ ته په اشارې سره جوته كړه دغه اقدام په ايران كې د مرجيعیّت له بې احترامۍ سره ګډه سرچينه لری، خو دغه اقدامات د اهل تشّيع د مراجعو پر شان او مقام هیڅ اغيزې نه لری.
520348
captcha