IQNA

د امريكی په آيووای ولايت كښې د اسلام د دين د پيژنګلوۍ د زده كړې دوره ترسره كیږی

22:15 - January 09, 2010
د خبر لمبر: 1870681
نړيواله ډله: د اسلام د دين د پيژنګلوۍ د زده كړې دوره د يكشنې له ورځې د مرغومی د مياشتې په 20 نیټه په «سنت لوك» كليسا كښې په «سيوكس» ښار كښې د امريكې په ايووای ولايت كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «siouxcityjournal» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د زده كړې دا دوره چې "اسلام، زوړ دين" یې نامه ده په دې غرض ترسره كیږی چې اسلام وپيژندې شی او د مسلمانانو عقيدې او تفكر په دې كليسا كښې خلكو ته وړاندې كړې شی.
دا دوره به په شپږو وونو كښې ترسره كیږی چې پكښې به د اسلام تاريخ، اصول دين، او اسلامی د اهميت په هكله خبرې كیږی.
520880
captcha