د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Shiamuslimsinireland» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د «شيعيان اثنی عشری ايرلينډ» د انجمن د مشرانو په مرسته د دې انجمن په ځای كښې په داندرام سيمه كښې په دوبلين كښې ترسره كیږی.
«كميل نجف»، «محسن كريم»، «عروج مهدی»، «حديثه فاطمه» و «محمد الصالح» د ايرلينډ عالمان او پوهان دی چې په دې سمينار كښې به د عاشورا په هكله او د امام حسين(ع) د مقام په هكله همدارنګ د بی بی زينب(س) په هكله ويناوې كوی.
له لندنه حجتالاسلام «سيد ذوالقدر رضوی» هم په دې سمينار كښې ګډون كوی.
521341