د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) چې له filistinhaber یې نقلوی، د پاكستان عالمانو د نړۍ نورو عالمانو ته هم بلنه وركړه او د مصر د ديوال جوړول یې وغندل او ویې ويل: مصر د امريكې او د صهيونيسټی رژيم نوكر او مریې جوړ شوی دی او دا كار یې هغوی سره مرسته كوی چې فلسطينيان په خپل لاس مرګ او نسل كشۍ ته وسپاری.
په دې بيانیې كښې راغلی دی: ټول مسلمانان دې بايد يوه خُله شی او دا خبره په سختۍ سره وغندی. ځكه چې دې كار غزه له نورې نړۍ جلا كیږی او د پستۍ په لور ځی.
همدارنګ په ځينې مدرسو لكه «الجامعة الاشرفية» كښې د دې كار په خلاف ناستې وشوې.
522544