د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له baltinfo، دا ناستې به په «كرست ويو» ښار كښې ترسره كیږی او د دې ښار كشيش «مارك برودهيد»(Mark Broadhead) به د اسلام او عسايانو په مشتركاتو باندې خبرې اترې كوی.
«مارك برودهيد»(Mark Broadhead) په دې هكله وويل: مونږ ته دا پته ده چې نن سبا په ټولنه كښې د دينونو تر مينځ بيلا بيل اختلافات دی چې مسلمانان او عسايان دواړه له دې پريشان دی او زۀ دا اراده لرم چې د اسلام او عسايانو مشتركات بيان كړم چې دا اختلافات ورسره تر ډېر حده ختم شی.
د دې ښار كشيش «مارك برودهيد»(Mark Broadhead) به يو كتاب چې «رون كر»(Ronn Kerr) ليكلی دی چې نامه یې: "مسلمانان او عسايان د تعليماتو له نظره دومره نزدې دی خو دخلكو په نظر كښې يو تر بله لری دی" ده چې هغه كتاب به هم په دې ناستو كښې څیړل كیږی.
523810