IQNA

د لهستان يوه مسلمانه څیړونكې په 2009 كال كښې د شارجه د عربی كلتور مقابله وګټله

20:13 - January 16, 2010
د خبر لمبر: 1873678
نړيواله ډله: د لهستان يوه مسلمانه څیړونكې «آنا بارزيمييه» او د لهستان د ورشو د پوهنتون د اسلامی څیړونكی د مركز جوړوونكې او «عبدالغنی العانی» چې عراقې هنرمند دی په 2009 كال كښې د شارجه د عربی كلتور ګټونكی اعلان شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس چې له عربی ورځپاڼې «الوطن» یې نقلوی، د يونسكو د نړيوال سازمان د كلتور د برخې مرستيال «فرانسيس ريويرا» په دې هكله وويل: دا مقابله هر كال د شارجه د حاكم «سلطان بن محمد القاسمی» له خوا د تمدنونو او كلتورونو په هكله او د په نړۍ كښې د عربی كلتور د خپرولو په غرض ترسره كیږی او ګټونكيو ته ګرانبيه ډالۍ وركول كیږی.
دې كال پكښې 60 زره ډالره انعام دعراق هنر مند اود لهستان مسلمانې ښځې ته وركړې شو.
523808
captcha