د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له islamrfیې نقلوی، د روسیې د اسيايی برخې د مسلمانانو مشر «نفيقالله آشيروف» په دې هكله وويل: د روسیې د اسيايی برخې د مسلمانانو كمیټې د خپلو كارونو په لړ كښې د دې لپاره چې د خلكو تر مينځ اسلامی تعليمات پراخ شی ژمنه كړې ده چې د قران نسخې ټولو جماتونو او اسلامی مركزو ته چې په بيلا بيلو سيمو لكه سيبری، اورال او لېرې خاور كښې خپرې كړی.
هغه زياته كړه په دې هكله مونږ سره د كويت نړيوال اسلامی خيريه مركز ډېره مرسته كړې ده او د قران نسخې یې چاپ كړی او دلته یې رالیږلی دی. چې په راتلونكيو دريو مياشتو كښې خپریږی.
523800