د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الاسلام اليوم» ورځ پاڼې یې نقلوی، د دې ریډو جوړوونكی «نور مطر» د مرغومی د مياشتې په 24نیټۀ د دې ریډيو د شورو كيدو په پروګرام كښې وويل: د دې ریډيو د شورو كيدو غرض دا دی چې د ټولنې د بيلا بيلو خلكو تر مينځ مفاهمت او دوستی جوړه كړی او د امريكې د كمو مسلمانانو بد حالت ورسره ښه شی.
هغه زياته كړه: په امريكې كښې ځينې غلط او ګمراه كوونكی مطلبونه د دې سبب شوی دی چې مسلمانان په شبهو اخته شی او په غلطو او ګمراهو فكرونو اخته شی نو دا ریډيو دا هڅه كوی چې د دا رنګ پښتنو ځوابونو وركړی.
نور مطر يو اردينی مهاجر دی چې په امريكې كښې اوسیږی.
523799