د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له راصد خبری چينله یې نقلوی، پرون عراقی ډلو د مرغومی د مياشتې په 25 نیټه يوه شكايت نامه د الكلبانی په خلاف د جرمنی عدالت ته وړاندې كړه، ځكه چې دې وخت الكلبانی په جرمنی كښې پاتې كیږی.
همدرنګ په جرمنی كښې د مهاجرو عراقيانو د انتفاضيه كمیټۍ مشر «علی السرای» هم د الكلبانی په خلاف هغه دليلونه چې هغه كومې خبرې كړې وې د جرمی عدالت ته وړاندې كړل.
هغه د جرمنی له عدالته وغوښتل چې د دې مجرم په نيولو كښې دې بیړه وكړی ځكه چې هر كله ممكنه ده چې دغه وهابی عالم له جرمنی وځی.
دې وهابی عالم بی بی سی سره په خبرو كښې په شيعو باندې د كفر فتوا وركړې وه چې په دې باندې د نړۍ ټول شيعه ډېر خفه شوی وو او د هغه د نيولو هڅه یې شورو كړې ده.
524285