د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له Yeni Asya ورځ پاڼی یې نقلوی چې د ډنمارك په ورځ پاڼی كې د پيغمبر اكرم د سپكوونكو كارټونونو چاپيدو نه پس تير شوی كړكيچ ته په اشارې سره د كوپن هیګن پوهنتون په راپور كې راغلی دی چې د ځينی كار پيژاندو له قوله د اسلام نړۍ د سپكاوونكو انځورونو چاپيدو او دې پر ضد د اسلامی ټولنی د سخت غم او غوسی له وجې ډيرو كسانو اسلام طرف ته ګروهنه پيدا كړی ده او هغو د اسلام دين د ښه پيژندلو لپاره هڅه كوی
دې 69 مخونو راپور كې راغلی دی چې د كوپن هیګن پوهنتون محقيقينو د اسلام پرضد د ځينو كسانو پروپیګنده د مسلمانو لپاره ګټه وره بللو سره وويل چې كله مونږ له 2005ء تر اوسه پوری مسلمان شوی كسانو ته سترګی غړاوو نو د دوی په شمير كې ډيره زياته اضافه راغلی دی.
524338