IQNA

د پاكستان په لاهور ښار كې د " فلسطين د استقامت نخښه" نومی سيمينار تر سره كیږی

20:43 - January 17, 2010
د خبر لمبر: 1874173
افتخاری ډله /عباس فاموری: د پاكستان په لاهور ښار كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ په كوششونو سره د " فلسطين د استقامت نخښه" نومی يو سيمينار تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، په لاهور د ايران د كلتوری مركز (خانه فرهنګ) په اوولسمی جنوری (نن) د فلسطين د استقامت نخښه تر موضؤع لاندې يو سيمينار په لاهور كې د خانه فرهنګ په امام رضا عليه السلام هال كې تر سره كیږی.
په دې سيمينار په لاهور كې د ايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی عباس فاموری په لاهور كې دايران دكونسل خانی مشر ښاغلی خرازی د پاكستان د اسلامی جماعت ګوند ستر سكتر ښاغلی لياقت بلوچ د قران پاك قاری ښاغلی زوار بهادر د منهاج القران تحقيقی سنټر مشر ښاغلی علی اكبر اظهری د لاهور د جامعه نعيمينه مششر ښاغلی راغب نعيمی او په ښځو كې سياسی فعال كسان انيس مجيد د پاكستان د پارلمان غړی بشری رحمان د پاكستان پارليمان پخوانی غړی عفيفه ممدوت او ابادی د ودانولو وزير ګډون كوی.
524281
captcha