IQNA

د غزې د فولادی ديوال د جوړولو پر خلاف خبرو كولو په وجه، د مصر حكومت د 17 جوماتونو خطيبانو د دوو مياشتو تنخواګانی بند كړی

21:05 - January 18, 2010
د خبر لمبر: 1874725
نړيواله ډله: د مصر د مذهبی چارو او اوقافو وزارت د غزې او مصر تر مينځ دفولادی ديوال د جوړيدا په خلاف خبری كولو په وجه د دې هيواد د 17 جوماتونو خطيبانو په ضد اقدامات پيل كړی دی
د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الشريعه نومی ويب پاڼی نقلوی چې د مصر د الدقهليه ولايت د جومات خطيب ښاغلی سامی حسان په دې هكله ويلی دی چې د مصر د اوقافو وزارت د رانی ميلادی مياشتی په 16 نیټه د دې خطيبانو په محكومولو سره د دوی د جنوری او فروری مياشتی تنخواه ګانی بند كړی
هغه زياته كړه چې د غزې په فولادی ديوال په جوړيدا زما اعتراض سياسی نه دی بلكی يو انسانی اعتراض دی ځكه چې د مصر حكومت دا كار د اسمانی دينونو د تعليماتو او انسانی حقوقو د نړيوالو قانونونو په خلاف دی او په غزې كې د زمونږ دينی وروڼو د حقونو يوه څرګنده خلاف ورزی دی
524733
captcha