د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «ummid» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د بمبۍ د اهل حديث د غونډې مشر « عبدالسلام سلفی» او د مهاراشټر د ولايت د اهل حديثو د غونډې مشر «سعيد فيضی» چې د دې سمينار د تر سره كولو ذمه واری اخستې ده په دې هكله وويل: د قران په مراتۍ ژبه دا ترجمه به په دې سمينار كښې په بمبۍ كښې د حج او زيارت په كور كښې ښودل كیږی..
دا ترجمه د «محد قاسم» په لاس ليكل شوې ده چې له «احسن البيان» كتابه چې په اردو ژبه د قران يو معتبره ترجمه ده یې ترجمه كړې ده او د مهاراشټر د اهل حديثو ټولنې چاپ كړې ده.
مراتی د هندوستان له هغې 22 ژبو څخه ده چې د مهاراشټر خلك یې وايی.
525504