IQNA

«اسلام د ماشومانو لپاره» كتاب په جرمنی كښې خپور شو

21:02 - January 19, 2010
د خبر لمبر: 1875257
كلتوری او هنری ډله: «اسلام د ماشومانو لپاره» كتاب چې «آنيس حماده» په جرمنۍ ژبه ليكلی دی خپور شو
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، انيس حماده په دې كتاب كښې د اسلامی علمونو او كلتور په هكله په ډېره ساده ژبه ماشومانو او ځوانانو سره خبرې كوی او د قران او اسلامی عقايدو په هكله معلومات وركوی.
همدارنګ د دې كتاب په يوې برخې كښې د عربۍ په زده كړې زور وركړی دی چې د مسلمانانو لپاره اسلام سره د تړون يو څرګندونه ده.
دا كتاب 352 مخونه لری او په شابك شمېره ISBN 978-3-8266-8638-2 د جرمنی په كتاب خپرونكيو دكانونو كښې په لاس راتلی شی.
525411
captcha