د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قم زمونږ افتخاری خبريال وركړ د المصطفی نړيوال پوهنتون مشر ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين "عليرضا اعرافی' د ميلادی د مياشتی په اتلسمه نیټه د دې پوهنتون او د تبليغاتو اسلامی دفتر د واكمنانو په ګډه ناسته كې د قران پاك ځينو ايتونو ته اشارې په كولو سره وويل چې د نور سورت ايتونه ډير په عرفانی او ژوری مطلبونو ته شامل دی چې هغه په عرفانی مسايلو كې ډير زيات اغيز من دی.
هغه زياته كړه چې په دې سورت الله تعالی د رڼا او تياری مثال ډير بهترينی طريقی سره د يو بل په مقابلی كی وړاندې كړی دی. او د المصطفی نړيوال پوهنتون دا كوشش دی چې هغه د تيارې او رڼا تر مينځ فرق وپيژنی
د المصطفی نړيوال پوهنتون مشر حجۃ الاسلام والمسلمين "عليرضا اعرافی' وويل چې ټولو خلك بايد له اسلامه نوره د خبرولو لپاره هڅه وشی او مونږ همدې په هكله ډير ستر پروګرامونه شورو كړی دی
د المصطفی نړيوال پوهنتون مشر وويل چې كلتور ادارو ته پكار دی چې هغو د تيارې او رڼا تر مينځ فرق او توپير په ګوته كړی
525856