IQNA

سيد احمد خاتمی: د اسرائيلو له نيواكګر رژيم سره د اړيكو عادی كول نفاق دی

22:21 - January 22, 2010
د خبر لمبر: 1876211
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... احمد خاتمی نن د اسلامی انقلاب د سباؤن لسيزې په درشل كې د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې وويل ديرش كاله مخكې د اسلامی انقلاب په بری سره دين ژوندی شواو اسلامی ملتونو نوی ژوند ومومه.
د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سباؤن لسيزې د لمانځلو اهمیّت ته په اشارې سره مسئولانو ته سپارښتنه وكړه ، په ډير پرتم سره دې دغه ستورې ولمانځی او د طاغوتی رژيم پر ضد داسلامی انقلاب د بری اړخونو د بيانولو لپاره دې هڅې دوه برابره كړی . ايت ا... احمد خاتمی د سلواغې د مياشتې د ۲۲ نیټې په پرتمين لاريون كې د ايران د ولس په ولولناك شتون په ټينګار سره د ځوانو نسلونو لپاره د اسلامی انقلاب د بری د زمينو بيانول ،د سباؤ ن لسيزې د لمانځلو د مسئولانو درنده دنده وبلله
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه رازټولو داخلی ګروهنو په تيره بيا شخصّيتونو ته د اسلامی انقلاب وروستيو سپارښتنو ته په اشارې سره ووئيل د اساسی قانون دخلافو اعتراضونو دوام ، له پرديو سره د همغږۍ او زمينه جوړولواوله ولس او انقلاب سره د خيانت سبب كیږی .
ايت ا... احمد خاتمی په دوام كې ایټمی انرژی د ايران دولس مسلم حق وباله او د ايران د اسلامی جمهوری نظام مخالفانو ته په خطاب كې ووئيل د ايران ولس اوحكومت به له خپل مسلم حقه يوه چپه هم شاتګ ونه كړی دتهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د هائیټی له زلزله ځپلوسره د ايران دملت د خواخوږۍ په بيانولو سره په هائیټی كې له رامينځته شوی زلزلې د امريكا ناوړه استفاده او دغه هيواد ته ئې د اتلس زره پوځی ځواك لیږل په سخته و غندل هغه دغه راز د سيمې ځينو هيوادونو ته چې له اسرائيلو سره د اړيكو دعادی كولو لپاره سيالی كوی خبرداری وركړ د اسرائيلو له نيواكګر رژيم سره د اړيكو عادی كول نفاق دی
527335
captcha