IQNA

22:25 - January 25, 2010
د خبر لمبر: 1877904

د عربو اطلاع رسوونكی وزيرانو په قدس كښې د يهوديانو ابادی سره په مقابلې باندې ټينګار وكړ

نړيواله ډله: د عربو اطلاع رسونكی وزيرانو د سلواغی د مياشتې په 4 نیټه په قاهره كښې د خپلې ناستې په اخر كښې په يوې بيانیې كښې تاكيد كړی دی چې په قدس كښې د يهوديانو د ابادۍ د مقابلې لپاره د نړۍ عالم خلك چمتو شی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارات له وام خبری اژانس یې نقلوی، د عربو د اطلاعاتو وزيرانو په دې ناسته كښې د صهيونيسټی رژيم د يهوديانو د ابادۍ د طرحې سره د مقابلې لپاره له عامو خلكو او عربی هيوادنو او تبليغاتی مركزونو غوښتی دی چې دې سره دې مقابلې ته چمتو شی او په هره طريقه دې د دې مخنيوه وكړی.
هغوی زياته كړې ده چې د فلسطين او قدس او د مسجد الاقصی مسله يوه داسې مسله ده چې اسلامی مقدساتو سره اړه لری او د تبليغاتو په وسيله دې عربيان او نور مسلمانان د دې مخنيوه وكړی او عامو فكرونو ته دې دا خبره ورسوی.
528989
captcha