IQNA

احـمدی نژاد: زمونږ سټراټيجی حقيقی سوله ده

19:55 - February 26, 2010
د خبر لمبر: 1890736
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په دمشق كې د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره له يو لړ خبرو اتروړ وروسته په ګډ خبری كنفرانس كې روښانه كړه د ايران او وسورئې اړيكې ورورګويزې ، پراخې دوستانه او پراخې دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په دمشق كې د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره له يو لړ خبرو اتروړ وروسته په ګډ خبری كنفرانس كې روښانه كړه د ايران او وسورئې اړيكې ورورګويزې ، پراخې دوستانه او پراخې دياو هیڅ عامل په خار پار نه شی راوستلئ .
هغه ټينګار وكړ مونږ په دوو جغرافياؤ كې د دوو وروڼو په څير يو. او ګډې ګټې او موخې البته ګډ دښمنان لرو .
د اسلامی ايران ولسمشر د خپلو خبرو په دوام كې روښانه كړه كه صهونيسټ رژيم وغواړی د تير په شان تيروتنې تكرار كړی نو دا چاره به د هغوی د چورلټ مرګ په معنا وی . هغه جوته كړه ټول ملتونه او له هغو مخكې به سوريه ، ايران ، لبنان اوعراق ودریږی او ددغه جنايتكار رژيم جرړه به وباسی
په دغه خبری كنفرانس كې د سورئې ولسمشر هم وويل د اسلامی ايران د ولسمشر دغه سفر ښئ ايران او سوريه سره متحد او يوو دی او د دښمنانوله درز اچونكو پلانونو سره به مقابله وكړی هغه زياته كړه سيمه له خاصو شرائطو سره مخامخ ده او ځينی غواړی زمونږ اسلامی ټولنې د افريقائی هيوادونو په څير له تاؤتريخوالی سره مخامخ كړی د سمیې په اوسنيو شرائطو كې زمونږ د وحدت او يووالی پيغام ډير مهم او ضروری دی
سورئې ته له تلو مخكې د اسلامی ايران ولسمشر نن سهار د تهران په مهراباد هوائی ډګر كې د تهران او دمشق اړيكې مخ په وده وبللې او وې وئبل نن سبا چې صهونيسټان نيت لری د سيمې فضا د لا جدی تاؤتريخوالی په لور وكاږی ، ضروری ده دواړه هيوادونه له دغو ګواښونو سره دمقابلې او د وروستيو فيصلو د غوره كولو لپاره سره سلامشورې وكړی
544250
captcha