د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې له قدس څخه د ملاتړد اسلامی-مسيحی انجمن مشر منشی حسن خاطر په زمينه كښی ووئيل: د صهيونيسټ نيواكګرځواكونه د قدس ښار په مختلفوسيمو په تيره بيا ددغه ښار په پخوانی برخه كښی د كنيسو او د يهودو د دينی سيمبولونو جوړولو ته دوام وركوی.
ده زياته كړه: صهيونيسټی رژيم همداراز اراده لری چی د مسجدالاقصی په خواوشا او د الخراب كنيسی په نژديو كښی چې په دی وروستيو كښی ئی افتتاح شوی ده، يو شمير ستری كنيسی جوړی كړی.
شماره خبر :561229