IQNA

فلسطين كې د بيت المقدس نومی قرانی څیړنی مركز جوړیږی ‏

22:41 - April 29, 2010
د خبر لمبر: 1914718
نړيواله ډله: د فلسطين د اوقافو او مذهبی چارو وزير ښاغلی "محمود الھباش" په دې هيواد كې د بيت المقدس ‏نومی د قران پاك د څیړنی سنټر د جوړولو خبر وركړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له معا ويب پاڼې یې نقلوی چې "محمود ‏الھباش" د قران پاك د حفظ نړيوال انجمن ستر سكتر"عبداللہ بن علی بصفر" سره په كتنې كې وويل چې دې ‏سنټر د پرانستلو مقصد قرانی علمونو خدمت كول او د قران پاك د څیړنی مينه وال محقيقينو ته شوق وركول ‏دی.‏
‏ "محمود الھباش" په دې كتنې كې د قران پاك د حافظانو د خدمت كولو په هكله وويل چې د فلسطين د اوقافو ‏او مذهبی چارو وزارت يو تفصيلی راپور وړاندې كړې دی. ‏

‏570039‏
captcha