IQNA

16:00 - May 05, 2010
د خبر لمبر: 1918232

په الجزائر كښی د فتوا شوری جوړیږی.

د الجزاېر د اوقافو او دينی چارو وزېر بو عبدالله غلام الله په الجزاير كښې د فتوا د شوری د جوړولو لپاره ددغه وزارت خانی د فيصلی خبر وركړ.

د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې بو عبدالله غلام الله په دی هكله ووئيل: نن سبا د فتوی مسله د الجزايری ښاريزو په ژوند كښې يوه اغيزه لرونكی او حساسه مسله ده او دغه شوری د فتوا په زمينه كښی علمی او ملی توانمنۍ را ټولوی.
ده څرګنده كړه: دغه شوری د معاصر د تقاضو په اساس او د زمانۍ او وخت د حالاتو بدلون ته په پام سره په مختلفو مسائلو كښی د فتوی د صادرولو او د اجتهاد اقدام كوی.
573351
captcha