د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصرې ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې «فاروق حسنی» د اسلامی هنرونو د موزې د كتنې په ترڅ كې وويل چې دا موزه اتيا (80) ميليونه مصرې ليرې باندې جوړه شوه او د لمريز د مياشتی په 24 نیټه د دې د جوړيدو د سل كليز مراسمو كې به د دې افتتاح كیږی.
د قاهرې د اسلامی هنرونو موزې بيا جوړيدل له درې كلونو مخكښې پيل شوی وو په دې كې نږدې يوسل دوه ټكړې لرغونی اثار او اسلامی هنرونه بيا جوړ شول
د مصر د لرغونی اثارو د شورا مشر ښاغلی «زاهی حواس» په دې هكله وويل چې د قاهرې د اسلامی هنرونو موزه د اسلامی نړۍ يوه ستر موزه ده.
574129