IQNA

مهمان پرست: په تهران كې د ۱۵ ډلې غونډه پيل كیږی ‏

23:37 - May 11, 2010
د خبر لمبر: 1921459
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندوی وويل، د ۱۵ ډلې په غونډې كې د لاتينې امريكا ،افريقا او آسيا د دريو سيمو ‏د ملګرتياوو دنويو وړتياوو پيژندل او ملګرتياوې جاجول كیږی .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رامين مهمانپرست نن له داخلی اوخارجی خبريالانو سره په ‏خبرو كې په تهران كې د ۱۵ ډلې د غونډې په اړه وويل،د خارجه وزيرانو غونډه د شنبې په ورځ د مې په ۱۵ ،او ‏سرمشريزه هم د مې په ۱۷ ترسره كیږی.‏
هغه دغه غونډه په وچته سطح وجاجوله او وې ويل، لږ ترلږه ۸ ولسمشران دتهران په غونډې كې ګډون كوی او نور ‏غړی هم د ولسمشر مرستيال او د لومړی وزير د مرستيال او د خارجه وزارت په سطح دی .‏
هغه همداراز وويل، د اروپايی اتحادیې دخارجې سياست مشرې كاترين شتون له ايرانی مقاماتو سره د كتنې ګروهنه ‏ښودلې او ايرانی مقاماتوهم ورسره د كتنې لپاره موافقه كړې ده.‏
هغه ايران ته دسفر لپاره ، په ايران كې د دريو نيول شويو امريكايانو دميندو د سفر په اړه هم وويل، هغوی ته ويزې ‏صادرې شوی او كولی شی چې تهران ته دسفر لپاره ويزې واخلی .‏
مهمانپرست زياته كړه دغه اقدام د انسانی مسلو په چوكاټ كې شوی كه څه هم دايرانی ښاريزو په اړه متقابل اقدام نه دی ‏ليدل شوی.‏
‏577532‏
captcha