د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رامين مهمانپرست نن له داخلی اوخارجی خبريالانو سره په خبرو كې په تهران كې د ۱۵ ډلې د غونډې په اړه وويل،د خارجه وزيرانو غونډه د شنبې په ورځ د مې په ۱۵ ،او سرمشريزه هم د مې په ۱۷ ترسره كیږی.
هغه دغه غونډه په وچته سطح وجاجوله او وې ويل، لږ ترلږه ۸ ولسمشران دتهران په غونډې كې ګډون كوی او نور غړی هم د ولسمشر مرستيال او د لومړی وزير د مرستيال او د خارجه وزارت په سطح دی .
هغه همداراز وويل، د اروپايی اتحادیې دخارجې سياست مشرې كاترين شتون له ايرانی مقاماتو سره د كتنې ګروهنه ښودلې او ايرانی مقاماتوهم ورسره د كتنې لپاره موافقه كړې ده.
هغه ايران ته دسفر لپاره ، په ايران كې د دريو نيول شويو امريكايانو دميندو د سفر په اړه هم وويل، هغوی ته ويزې صادرې شوی او كولی شی چې تهران ته دسفر لپاره ويزې واخلی .
مهمانپرست زياته كړه دغه اقدام د انسانی مسلو په چوكاټ كې شوی كه څه هم دايرانی ښاريزو په اړه متقابل اقدام نه دی ليدل شوی.
577532