IQNA

په زمبابوې كې د قران پاك سترې مقابلې ترسره كیږی

16:51 - May 14, 2010
د خبر لمبر: 1922458
د قرانی فعاليتونو ډله: په زمبابوې كې د ميلادی مياشتې جون په اوومې نیټې د قران پاك سترې مقابلې په زمبابوې كې د ‏ايران د كلتوری مركز په مرستې په دې كلتوری مركز كې ترسره كیږی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د د اسلامی ارتباطاتو او كلتوری غونډې څانګې د يو راپور پر اساس، دا مقابلې د ‏شل څلورو (24) حافظانو او قاريانو په ګډون سره د زمبابوی په اوو (7) ولايتونو كې په يو وخت تر سره كیږی.‏
د دې مقابلو د فيصله كوونكو ډله له څلورو كسانو جوړه شوی ده چې پكښې له مصر او ليبيا او دوه نور كسان له ‏افريقایې هيوادونو په غاړه اخلی.‏
د دې مقابلو د هرې څانګې او برخې كې د لومړی مقام اخستوونكی به د ايران په نړيوالې قرانی مقابلې كې چې د بعثت ‏سره په يو ورځ په تهران كې ترسره كیږی، ته لیږلې شی.‏
د قران پاك د سترې مقابلې به په زمبابوې كې د ايران دكلتوری مركز مشر ښاغلی اسدی په وينا سره پيلیږی او د ‏وروستې مراسم به د ايران د سفير په ګډؤن او د انعامونو په وركولو سره پایې ته رسی.‏
‏577785‏
captcha