IQNA

د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو اتحادیې كې نوی غړی زيات شو

16:50 - May 14, 2010
د خبر لمبر: 1922461
د تفكر او علم ډله: د د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د اتحادیې د اجرايی شورا ‏‎(FUMI)‎‏ په پينځلسمې ناستې كې، چې ‏پرون د ميلادی مياشتې مئې په يوولسمی نیټې د اذربايجان په پلازمينې باكو كې تر سره شو، د نورو ديارلسو پوهنتونونو ‏په غړيتوب سره موافقه وشوه‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اذربايجان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې د اماراتو له سركاری خبری اژانسه ‏وام یې نقلوی چې هغه پوهنتونونه چې د هغو د دې اتحإديی د غړيتوب سره موافقه وشوه دا دی: د رضوی د علوم اسلامی ‏پوهنتون، د دينونو او مذهبونو پوهنتون، او د اسلامی اوپن پوهنتون د ايت الله املی څانګه له اسلامی جمهورت ايرانه، د ‏اماراتو العزيز پوهنتون، د مينځينی ختیځ د څیړنو ستر پوهنتون له اردنه، د همدرد پوهنتون له پاكستان، د كوشيتا د اسلامی ‏پوهنتون له بنګله ديشه، د نړيوال علومو او فنی پوهنتون له شام، د ليبيا د ډاكټرۍ پوهنتون، د نيجيريه د ايلورين ښار د ‏حكمت پوهنتون، د تاتارستان د انسانی علومو او تربيت پوهنتون، د كينیډا د البرتا پوهنتون، او ناروې د اسكانديناوی ‏پوهنتون.‏
د ويلو ده چې دكتر جاسې د ايران د اسلامی اوپن (ازاد) پوهنتون مشر ده لپاره د دريو دورو پرله پسې د ټولو غړيو په اتفاق ‏سره د دې اتحإدېې مشرده چې له ميلادی كال 2002ء نه تر اوسه پورې یې دا عهده او منصب په غاړه ده.‏
يادونه كوو چې د دې اتحادېې پنیځلسمه ناسته هم د جاسبی په مشرې په باكو كې ترسره شوی ده.‏
د پام وړ ده چې د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو په اتحادیې له دوه سوو (200) زيات پوهنتونونه له 57 اسلامی هيوادوو ‏غړيتوب لری.‏‎ ‎
‏578515 ‏
captcha