د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اذربايجان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې د اماراتو له سركاری خبری اژانسه وام یې نقلوی چې هغه پوهنتونونه چې د هغو د دې اتحإديی د غړيتوب سره موافقه وشوه دا دی: د رضوی د علوم اسلامی پوهنتون، د دينونو او مذهبونو پوهنتون، او د اسلامی اوپن پوهنتون د ايت الله املی څانګه له اسلامی جمهورت ايرانه، د اماراتو العزيز پوهنتون، د مينځينی ختیځ د څیړنو ستر پوهنتون له اردنه، د همدرد پوهنتون له پاكستان، د كوشيتا د اسلامی پوهنتون له بنګله ديشه، د نړيوال علومو او فنی پوهنتون له شام، د ليبيا د ډاكټرۍ پوهنتون، د نيجيريه د ايلورين ښار د حكمت پوهنتون، د تاتارستان د انسانی علومو او تربيت پوهنتون، د كينیډا د البرتا پوهنتون، او ناروې د اسكانديناوی پوهنتون.
د ويلو ده چې دكتر جاسې د ايران د اسلامی اوپن (ازاد) پوهنتون مشر ده لپاره د دريو دورو پرله پسې د ټولو غړيو په اتفاق سره د دې اتحإدېې مشرده چې له ميلادی كال 2002ء نه تر اوسه پورې یې دا عهده او منصب په غاړه ده.
يادونه كوو چې د دې اتحادېې پنیځلسمه ناسته هم د جاسبی په مشرې په باكو كې ترسره شوی ده.
د پام وړ ده چې د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو په اتحادیې له دوه سوو (200) زيات پوهنتونونه له 57 اسلامی هيوادوو غړيتوب لری.
578515