IQNA

د «فلسطين المسلمة» مياشتنۍ مجلې نوې ګڼه خپره شوه

23:05 - May 19, 2010
د خبر لمبر: 1925394
نړيواله ډله: د «فلسطين المسلمة»(مسلمان فلسطين) مجلې پينځمه ګڼه په 2010 ميلادی كال كښې، د فلسطين د اخرنی حالاتو څیړنې په موضوع سره خپره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، دا مجله 64مخه لری او په عربۍ ژبه خپریږی د دې مجلې مشر «رأفت أحمد صالح» او كاركوونكی یې فلسطينيان دی.
په غزې باندې د صهيونيسټی رژيم د بيا حملې احتمال او په سيمې كښې ظلم او زياتې، د بد بختۍ د ورځې (په كومه ورځ چې فلسطين ونيول شو) د راتلو په مناسبت د فلسطين د خلكو مظاهرې، او په بيت المقدس كښې د فلسطينيانو د اقليت ښودنو لپاره د صهيونيسټ رژيم 15 ميليارده ډالر خرچ كول، دا هغه موضوعات دی چې د دې په هكله په دې مجلې كښې خبرې اترې شوی دی.
580977

captcha