IQNA

احمدی نژاد: د نړۍ درستې مسلې دې په خبرو اترو سره حل شی ‏

22:34 - May 21, 2010
د خبر لمبر: 1925834
سياسی ډله: داسلامی ايران ولسمشرپه تهران كې دكويت دپارليمان له مشرسره په كتنې كې وويل هغه كسان چې خيال كوی ‏په ګواښ او زورسره اغيز شيندلی شی بايد پوه شی چې ددغه ډول چلندونودورتيرشوی دی .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژادنن په تهران كې دكويت دپارليمان له ‏مشر جاسم محمد الخرافی سره په كتنې كې دغه راز په دې خبرې په ټينګارسره وويل دخبرو اترو اومنطق په لاره تلل يوه ‏اسلامی روده ده او ډاډمن يو په سيمې كې زمونږ وروڼه هم ورسره موافق دی او دلچسپی لری چې د نړۍ ټوله ستونزې د ‏خبرو اترو له لارې حل شی .‏
داسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې په فارس خليج سيمې كې د ايران او كويت اړيكې ډيرې ښې ‏،دوستانه او ژورې دی . ‏
ډاكټر احمدی نژاد د ايران د ملت د قانونی حقوقو په ملاتړ كې د كويت د دریځونو په قدرونې سره وويل دغه ملاتړونه ‏ددواړو هيوادونو د ورورګلويزو اړيكو د ژوروالی نښه ده او ډاډمن يو چې راتلونكی له همدغو ورورواليوسره اړونده دی ‏‏.‏
دكويت د پارليمان مشر هم په دغې كتنې كې دې خبرې ته په اشارې سره چې ددواړو هيودونو اړيكو تل وده كړې وويل ‏،كويت هڅه كوی له ايران سره د دوو اړخيزو اوسيمه ايزواړيكو په لازياتې پياوړتيا سره دغه موضوع ثابته كړی چې تل ‏به دايران داسلامی جمهوريت تر څنګ ولاړ وی . هغه دغه راز د ايران، برازيل اوتركیې درې اړخيزه اعلاميه د تهران د ‏ډيپلوماسۍ په ډګر كې ډيره ستره بريا وبلله او وې ويل ايران ثابته كړ ه چې د خبرواترو غوښتونكی دی او دهغو كسانو ‏شك ئې ليرې كړی چې غوښتل ئې ايران تورن كړی،چې له دې پرته په بله لاره روان دی . د كويت د پارليمان مشر ‏وويل اسلامی ايران ثابته كړه چې له ایټمی انرژۍ په سوله ايزې استفاد ې پسې دی او د ټولو مسئلو په حل كې ډيپلوماټيكه ‏روده تعقيبوی ،
‏582476‏
captcha