IQNA

په شام كې د حضرت يوسف پيغمبر فلم نندارې ته وړاندې كیږی

23:53 - May 23, 2010
د خبر لمبر: 1927370
د هنر او كلتوری ډله: د شام په پلازمينې دمشق كې په الكندی هال كې د ايرانی فيلمونو د فيسټيوال په وخت د حضرت يوسف عليه السلام فيلم خلكو ته ښودلی شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روابطو ارګنايزيشن چې له شام سركاری خبری اژانس سانا یې نقلوی چې په دمشق كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ په كوششونو سره د روانی مياشتی مئې په درې ويشتمی نیټې په دې ښار په الكندی هال كې د ايرانی فيلمونو فيسټيوال پيلیږی چې پكښې د نورو فيلمونو په شمول د حضرت يوسف پيغمبر (ص) فيلم سر سره پينځه نور فيلمونه خلكو ته ښودلی شی.
د الكوثر سپوږميز چينل اودشام د فلم وزارت د دې فيسټيوال د تر سره كولو لپاره همكارۍ كوی.
رارسيدلی راپورونو پر اساس دا فيلمی ميله د روانی ميلادی مياشتې مئې په اووه ويشتمی نیټې د زيارت په ورځ پای ته رسیږی.
583280
captcha