د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په دغه سيمينار كښې چی په كراچۍ كښې د حضرت امام خمينی (رح)د رحلت د يويشتمی كليزې دستوری وشوی . په دغو دستورو كښې په سند صوبه كښې د پاكستان د ملسم لیګ (ن) څانګې مشر سليم ضيا په بيلا بيلو برخو كښې د ايران پرمختګونو ته اشاره وكړه او ویې ويل اوس مهال د اسلام د لوړولو لپاره د اسلامی ايران پرمختګونه د اسلام سپیڅلی دين ته د نړيوالو د پام او ګروهنې لامل شوی دی .
د پاكستان د جماعت اسلامی ګوند يو مشر پروفيسور معراج الهدی هم وويل امام خمينی يو وار بيا په نړۍ كښې د اسلام بيرغ ورپاوه .
ددغه سيمينار تر څنګ د حضرت امام خمينی (رح) د انځورونو يو نندارتون هم جوړ شوی دی