IQNA

هغه څه چی اسلامی معارف ژوروی د انسانانو په زړه او روح كښې د اهل بيت (ع) د مينې د پراختيا لامل كیږی

18:51 - June 03, 2010
د خبر لمبر: 1933938
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن داهل بيت عليهم سلام دمداحانو،ذاكرانو او شاعرانو په ټول كې دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... عليهاد نيكمرغه زوكړې په مناسبت مباركی وركړه.
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن داهل بيت عليهم سلام دمداحانو،ذاكرانو او شاعرانو په ټول كې دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... عليهاد نيكمرغه زوكړې په مناسبت د مباركۍ په وئيلوسره فرمايل سرزوری قدرتونه اود شتمنۍ او قدرت نړيوال چينلونه چې د ايران میړنی ملت ئې استكباری پنجه كمزوری كړه ، نن سبانوی رودواو آوزارونو ته په مخه كولوسره نيت لری ، زړونه له روښانه دينی ايمانه خالی كړی ، خو په مجاهدت او د مسئوليت په احساسولو سره به دهغوی ټوله دسيسې او چلولونه شنډ او بې اغيزې شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی انقلاب له بری وروسته په ديرشو كلونوكې د ايران د ملت برياليتوبونو او برياؤ ته په اشارې سره وويل كه د ايران ملت په دغې روښانه لارې په تلو سره دمستكبرانو لپا ره د ملتونودسرچينو چورتالان او سلطه مشكله نه وآئ كړی ، نو د هغوی له دغه ډول كينو او دښمنيو سره به مخامخ نه وائ .د رهبرۍ سترمقام باطلې ، نفسياتی او سياسی مشغولتياوې اودسپيرو تفكراتو دودول ،اودفتنو رامينځته كول دايران له ملت اودهغوی له دينی ايمان سره د مقابلې لپاره ددښمن سياستونه وبلل اوروښانه ئې كړه يو هغه عامل چې د اسلامی معارفودژورتيا سبب كيدلی شی ،دانسانانو په روح اوزړه كې داهل بيت عليهم سلام د عشق اومينې پراختيا ده .
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... عليها لوړ مقام ته په اشارې سره د هغې بزرګوارې بی بی ژوند ټول مجاهدت وباله او د دغې پاكې بی بی د فضايلو ټولګه ئې د تاريخ او بشری ټولنې لپاره لوی وياړ وباله
captcha