د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العرب ان لاين ويب پاڼې یې نقلوی چې د ليبيا د اوقافو او زكات ادارې د قران پاك څانګې مشر ښاغلی "محمد علی الربو" په دې په دې هكله په ټول ليبيا كې 4000 زره جوماتونو او 2200 د قران پا ك د حفظ مركزونو كې دا قرانی دورې تر سره كوی.
هغه زياته كړه چې ليبيا د لرې لرې سيمو د قرانی مركزونو او جوماتونو كې د قران پاك د حفظ دورو د نظارت او كنټرول لپاره 353 قرانی استاذان ټاكلی شوی دی.
"محمد علی الربو" وويل چې د د ليبيا د اوقافو او زكات ادارې د دې هيواد په مختلفو سيمو كې موجود ددې ادارې سره تړلی څانګو كې د ضرورت په مطابق د قران پاك او هغو لپاره مناسب او ضروری امكاناتو انتظام كړی دی.
590093