IQNA

د اسلامی انقلاب ستر مشر،‎ ‎د‎ ‎حضرت امام خمينی (رح) لاره بيان كړه ‏

23:27 - June 04, 2010
د خبر لمبر: 1934111
سياسی او ټولنيزه ډله: داسلامی انقلاب ستر مشر ، د اسلامی انقلاب تر ټولو ښه ځانګړنه امام خمينی(رح) او د هغوی ‏كرښه وبلله
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای نن د جمعې لمانځه په ‏خطبو كې ، د حضرت امام په سپیڅلی حرم كې د عزادارانو په ستر ټول كې د حضرت امام كرښه بيان كړه، او دانقلاب له ‏انحراف سره د مقابلې لپاره د ځانګړنې دټاكلو په ضرورت یې ټينګار وركړ او امام یې په دې اړه تر ټولو غوره ځانګړنه ‏اومعيار وباله.‏
هغوی د فلسطين ، دغزې د كلابندۍ او د آزادۍ په كاروان د حملې موضوع ،د اسلامی نړۍ مهمې مسلې وبللې او ټينګار ‏یې وكړ،اسلامی نړۍ بايد په ټول توان سره د صهيونست رژيم د تيری په مقابل كې ودریږی.‏
هغوی د حضرت امام د دې جملې په يادونې سره چې صهيونست رژيم سرطانی غده ده،د غزې خلكو ته دانساندوستانه ‏مرستو په كشتيو د صهيونستو پوځيانو حمله،ددغ رژيم تيروتنه وبلله، او ټينګار یې وكړ،دغه تيروتنې ښيی چې دغه رژيم ‏دخپلې قحطۍ نهايت ، يعنې د نيستۍ په درې كې نسكوريدا ته نږدې كیږی.‏
هغوی په خپلو خبرو كې د ان پی ټی دبياكتنې غونډې ته په اشارې سره وويل، ځينې قدرتونه دغه غونډه جوړه كړه،چې ‏سوله ايزه اټومی انرژۍ ته د ملتونو لاسرسی محدود كړی،او دهغوی خنډونه زيات كړی .‏
هغوی داټومی وسلو په نابودولو د داسې وسلو دتوليدپر مخنيوی ،او سوله ايزې اټومی انرژۍ ته د ټولو هيوادونوپر ‏لاسرسی،او د صهيونست رژيم پر غندلو ، دنړۍ دهيوادونو ټينګار،د ان پی ټی دبياكتنې دغونډې برياوې وبللې.‏
حضرت ايت ا... ا لعظمی خامنه ای،دغه برياوې ، دقدرتونو په مقابل كې د اسلامی ايران د جمهوری نظام او ملت د ‏مقاومت نتيجه وبلله.‏

591444
captcha