IQNA

سيد احمد خاتمی: دغبرګولی د مياشتې دپينځلمسې نیټې نسل اوس هم ژوندی دی ‏

19:16 - June 05, 2010
د خبر لمبر: 1934425
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د خبرګانو د جرګې غړی په دې خبرې سره چې د غبرګولی د مياشتې د پينځلمسې نیټې ‏نسل اوس هم ژوندی دی وويل د ايران ملت په نظام د هیڅ ډول تيری اجازه نه وركوی او د هغو خامو فتنو په وړاندې ‏چې ځينې كسان یې په ذهنونونو كښې لری په ټول قوت سره ودریږی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خبرګانو د جرګې غړی ايت الله سيد احمد خاتمی د ‏غبرګولی د مياشتې د پينځلسمې نیټې د شهيدانو د درنښت په دستورو كښې چې د تهران په مهديه كښې تر سره شوې ‏په دې خبرې سره چې په تاريخ كښې دوه ډوله غورځنګونه وجود لری وويل لومړنی غورځنګ په مادی پالنې، مقام ‏غوښتنې او قدرت غوښتنې هدفونو سره غير الهی غورځنګ دی او د دغه غورځنګ ادعا كوونكی داسې كسان دی چې ‏پاڅون یې د دنيا پرستۍ لپاره ترسره كیږی.‏
هغه زياته كړه د غورځنګونو دوهم ډول خدای او الهی دی چې يوازې د خدای پاك د رضا په انګيزې سره بڼه خپلوی او ‏د دغو غورځنګو لومړۍ كرښه انبيا عليه السلام، د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه السلام، او حضرت امام ‏مهدی عليه السلام جوړوی.‏
د ايران د خبرګانو د جرګې غړی په دې خبرې سره چې د غبرګولی د مياشتې د پينځلمسې نیټې پاڅون د تاريخ په اوږدو ‏كښې د الهی غورځنګونو د كړيو برخه ده وويل دغه غورځنګ خالص او په كامل دينی هويت سره بڼه خپله كړه او د ‏دغه غورځنګ نتيجه د۱۳۵۷ لمريز كال د سلواغې مياشتې په ۲۲ نیټه د اسلامی انقلاب ستر برياليتوب وو.‏
هغه په دې خبرې ټينګار سره چې د امام خمينی (رح) په مشرۍ د غبرګولی د مياشتې د پينځلسمې نیټې پلان شوی ‏غورځنګ شپږ اساسی ټكی لرل وويل د دغه غورځنګ لومړنی ځانګړنه د خدای پاك د رضا لپاره د پاڅون انګيزه او په ‏دې لړ كښې بايد پام وكړو چې د غبرګولی د مياشتې د پينځلسمې نیټې پاڅون كونكو ډوډۍ، كورونه او ازادی نه غوښتله ‏بلكې شعارونه یې داوو چې د سيد الشهدا بچيان یې ولی نيولی دی؟
‏591473‏
captcha