د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خبرګانو د جرګې غړی ايت الله سيد احمد خاتمی د غبرګولی د مياشتې د پينځلسمې نیټې د شهيدانو د درنښت په دستورو كښې چې د تهران په مهديه كښې تر سره شوې په دې خبرې سره چې په تاريخ كښې دوه ډوله غورځنګونه وجود لری وويل لومړنی غورځنګ په مادی پالنې، مقام غوښتنې او قدرت غوښتنې هدفونو سره غير الهی غورځنګ دی او د دغه غورځنګ ادعا كوونكی داسې كسان دی چې پاڅون یې د دنيا پرستۍ لپاره ترسره كیږی.
هغه زياته كړه د غورځنګونو دوهم ډول خدای او الهی دی چې يوازې د خدای پاك د رضا په انګيزې سره بڼه خپلوی او د دغو غورځنګو لومړۍ كرښه انبيا عليه السلام، د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه السلام، او حضرت امام مهدی عليه السلام جوړوی.
د ايران د خبرګانو د جرګې غړی په دې خبرې سره چې د غبرګولی د مياشتې د پينځلمسې نیټې پاڅون د تاريخ په اوږدو كښې د الهی غورځنګونو د كړيو برخه ده وويل دغه غورځنګ خالص او په كامل دينی هويت سره بڼه خپله كړه او د دغه غورځنګ نتيجه د۱۳۵۷ لمريز كال د سلواغې مياشتې په ۲۲ نیټه د اسلامی انقلاب ستر برياليتوب وو.
هغه په دې خبرې ټينګار سره چې د امام خمينی (رح) په مشرۍ د غبرګولی د مياشتې د پينځلسمې نیټې پلان شوی غورځنګ شپږ اساسی ټكی لرل وويل د دغه غورځنګ لومړنی ځانګړنه د خدای پاك د رضا لپاره د پاڅون انګيزه او په دې لړ كښې بايد پام وكړو چې د غبرګولی د مياشتې د پينځلسمې نیټې پاڅون كونكو ډوډۍ، كورونه او ازادی نه غوښتله بلكې شعارونه یې داوو چې د سيد الشهدا بچيان یې ولی نيولی دی؟
591473